قرغيزستان: د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سرمشريزې پرمټ به دوه اړخیزې همکارۍ پياوړې شي
CMG2023/05/16 11:05:46
شريکول:

د قرغيزستان د بهرنيو چارو وزير کلوبايف په وروستيو کې په بيشکېک کې وويل چې هغه دې ته په تمه دی چې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ سرمشريزه په برياليتوب سره تر سره شي او باور لري چې د دې سرمشريزې د جوړېدو له کبله د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شي.

نوموړي په وروستيو کې په قرغيزستان کې د چين له لوی سفير دو ده ون سره وکتل او د يادې سرمشريزې غونډې، له چين څخه د دې هېواد د ولسمشر د ليدنې او د دوه اړخيزو اړيکو په باب يې د نظريو تبادلې وکړې.

هغه زياته کړې چې قرغيزستان چين ته د هېواد د ولسمشر د سفر لپاره چمتوالی نيولی دی او باور يې ښودلی چې د دې سفر له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې نوی پرمختګ ومومي.