د چین د خلکو بانک د مې په ۱۵مې نېټې د یو راپور په خپرولو سره وویل، اوس د چین په اقتصاد کې د پيسو ډيفلېشن نه دی رامنځته شوی. د منځنۍ او اوږدې مودې له لحاظه، د چین د اقتصاد تقضا او عرضه عموماً برابره ده، د پیسو د ثبات شرایط مناسب دي، د خلکو د مصرف سویه ثابته ده او د اوږدې مودې لپاره د پیسو پړسوب يا ډيفلېشن هېڅ اساس نه لري.
په چین کې د توکو بیې د زیاتېدو سرعت سږ کال ورو شوی. په تېر اپریل کې د توکو مصرفي بیې انډول (CPI) د تېر کال د همدې مودې په نسبت 0.1 سلنه لوړ شوی او د لوړولو اندازه يې د تېر مارچ په پرټله 0.6 سلنه کمه شوې ده. د ټول هېواد د صنعتي تولیداتو له فابریکو څخه د پلورنې بیې انډول (PPI) د تېر مارچ په نسبت 0.5 سلنه راټيټ او د تېر کال د همدې مودې په نسبت 3.6 سلنه راټيټ شوی دی.
(هیله)