شي جين پينګ د چين د پيتروليوم پوهنتون د منځنۍ اسيا محصلينو ليک ته ځوابي پيغام ورکړ
CMG2023/05/16 11:18:31
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د پيتروليوم پوهنتون د منځنۍ اسيا محصلينو ليک ته په ځوابي پيغام کې هغوی هڅولې چې د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره لا زياتې مرستې وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې بايد نسل په نسل پرمختګ وکړي. تاسو د چين او منځنۍ اسيا د اړيکو شاهدان، ګټه اخيستونکي، جوړونکي او ارتباط ټينګوونکي ياست، هيله لرم چې تاسو په فعاله توګه د چين او منځنۍ اسيا تر منځ د دوستۍ په ټينګښت کې ګډون وکړئ، د ورېښمو لارې روحيې ته وده ورکړئ، د چين او منځنۍ اسيا په اړه کيسه په ښه توګه بيانه کړئ، د دوستۍ د ښو سفيرانو په توګه خدمت وکړئ او د چین او منځنۍ اسیا د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې خپل رول ولوبوئ.

په دې وروستيو کې د چين د پېتروليوم پوهنتون د منځنۍ اسيا هېوادونو محصلينو شي جين پينګ ته يو ليک ليکلی چې په چين کې د دوی د ژوند شرايط يې بيان کړي او د ښې زده کړې، همکاريزې پياوړتيا او د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې يې خپل ټينګ هوډ څرګند کړی دی. (ژباړه: شکريه)