شي جين پينګ به په مجلې ((جيو شه)) کې يوه مهمه ليکنه خپره کړي
CMG2023/05/16 09:19:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون منشي شي جين پينګ د مې په ۱۶مه نېټه په مجلې ((جيو شه)) کې يوه مهمه ليکنه خپره کړې، چې عنوان يې دی (( د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د ټوليزو زده کړو په څلورمه ناسته کې وينا )).

شي جين پينګ په خپله ليکنه کې دې ته اشاره کړې، چې په نوې زمانې او نوی مزل کې چين له پېچلو کورنيو او بهرنيو حالاتو، د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات له سختو دندو او بېلا بېلو ناڅرګندو ننګونو سره مخ دی. د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس له خوا د ټاکل شويو موخو پوره کولو ته اړتيا ده، چې د دغه ګوند غړي او چارواکي په تېره بيا د بېلا بېلو کچو مشران د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم مفکوره په ژوره توګه زده او تطبيق کړي.