چين ګانګ د هنګري د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل
CMG2023/05/16 11:02:57
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينک کې د هنګري د بهرنيو چارو له وزير سزيجارتو سره وکتل چې د چین او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو په نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

چين ګانګ وويل چې د رئيس شي جين پينګ او صدراعظم اوربان تر ګډې لارښوونې لاندې دوه اړخيزې اړيکې تر ټولو ښه پړاو ته داخلې شوې دي. چين غواړي چې د ستراتيژۍ له لحاظه د اوږدمهاله دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او يو د بل له کليدي ګټو څخه ټينګ ملاتړ وکړي او په ګډه سره له بېلا بېلو ننګونو سره مقابله وکړي.

سزيجارتو وويل چې هنګري چين ستراتيژيک همکار او مهم پرمختيايي فرصت بولي او د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ له همکاريو او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو له پرمختګ څخه ټينګ ملاتړ کوي.