تايلنډ د استازو جرګې د ټاکنو غير رسمي نتيجه خپره کړه
CMG2023/05/16 11:07:38
شريکول:

د تايلنډ د ټاکنو کميټې د مې د ۱۵مې نيټې په سهار د استازو جرګې د ټاکنو غير سمي نتيجه خپره کړه چې له مخې پاک پورتهه( PHAK PHUR THAI) او (Thai Far Progressive Party)ګوندونو د دې جرګې څه باندې نيمه برخه څوکۍ وکټلې.

د تايلنډ د ټاکنو د کميټې رئيس په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي چې د رايو د حسابولو ۹۹ اعشاريه ۱۸ سلنه کارونه پای ته رسيدلي او د غير رسمي نتیجې له مخې(Thai Far Progressive Party)ګوند ۱۵۱ څوکۍ تر لاسه کړې چې د استازو جرګې لومړی لوی ګوند ګرځېدلی دی.دغه راز( PHAK PHUR THAI) ګوند ۱۴۱ څوکۍ ګټلي او د اوسني صدراعظم او روغتيا وزير په مشرۍ (Proud Thai Party)ګوند د ۷۱ څوکيو په ګټلو سره درېیم مقام نيولی دی.