د استراليا سوداګرۍ وزیر: نه غواړو له چین سره اړيکې پرې کړو
CMG2023/05/16 10:58:59
شريکول:

د استرالیا د سوداګرۍ وزیر فاريل په دې وروستيو کې په بیجینګ کې وویل، استرالیا نه غواړي چې له چین سره اړيکې پرې کړي، بلکې غواړي له دغه هېواد سره اقتصادي او سوداګریزې تبادلې پراخې کړي.

فاریل د استرالیا د سوداګرۍ لومړی وزیر دی چې له څلورو کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره چین ته سفر کوي. د چين د سوداګرۍ وزير وانګ وين تاو او فاريل د مې په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د وزيرانو په کچه د چين او استراليا د ائتلافي اقتصادي کمېسيون د ۱۶مې غونډې مشري وکړه.

فاريل رسنيو ته وويل چې د چين حکومت تل د خپلو خلکو د هوساینې لپاره هڅه کوي او استراليا هم کولای شي په دې بهير کې د ملاتړ رول ولوبوي. چين له ډېرو کلونو راهيسې د استراليا تر ټولو لوی سوداګريز ملګری دی او اسټراليا چين ته د لويو محصولاتو يو مهم عرضه کوونکی دی.