د ترکیې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې
CMG2023/05/16 11:01:01
شريکول:

د ترکيې د ولسمشرۍ لپاره دوه مخکښ کانډيدان به د ټاکنو په دوهم پړاو کې سره سيالي وکړي.

د ترکيې خبري رسنيو د مې په ۱۵مې نيټې د دې هېواد د ولسمشرۍ د ټاکنو نتيجه خپره کړې چې له مخې يې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د مخالف ګوند کانډيد کليکداروګلو به د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د دې ټاکنو په دوهم پړاو کې يو له بل سره سيالي وکړي.

د ترکيې د اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې غير رسمي نتيجې ښيي چې له درېیو کانډيدانو څخه اوردوغان په سلو کې ۴۹ اعشاريه ۴۲ رايي تر لاسه کړې او د مخالف ګوند يعنې د ملي اتحاد کانډيد کليکداروګلو په سلو کې ۴۴ اعشاريه ۹۵ رايې ګټلي چې دوهم مقام يې نيولی دی.

د ترکيې د ولسمشر د ماموريت موده پنځه کاله ده او ټاکنې يې په دوو پړاونو کې تر سره کيږي.