د روسیې د دفاع وزارت د کنټرول مرکز د مې په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د روسیې يوې Su-27 جنګي الوتکې په همدې ورځ د بالتیک سمندر دپاسه د جرمني او فرانسې له ګزمه کونکې الوتکې بدرګه کړې.
سرچينې ويلي، د روسیې د هوايي څار سیستم په همدې ورځ د بالتیک سمندر په هوا کې دوه موخې پيدا کړې چې د روسیې سرحد ته روانې وې، د روسیې Su-27 جنګي الوتکې تايید کړې چې یوه يې د جرمني د سمندري پوځ د ګزمې الوتکه او بله يې د فرانسې د سمندري پوځ د ګزمې الوتکه ده. د روسیې یادې جنګې الوتکې د دغه هېواد سرحد د ساتلو لپاره دا دواړه الوتکې بدرګه کړې دي او بلاخره دا دواړې الوتکې د سيمې بېرته لاړې او وروسته روسۍ الوتکه هم خپل تم ځای ته لاړه.
. (هیله)