په دې وروستیو ورځو کې د چین د هو بې ولايت په وو هان ښار کې په هوا کې د اورګاډي معقله پټلۍ چې نوم يې ګوانګ ګو کونګ ګوي دی، د لومړي ځل لپاره په ازمویښتي ډول فعاله شوه. اورګاډی د دې هوايي پټلۍ په لاندنۍ برخه وصل او چلېږي. دغه پټلۍ د هوايي پول په شان ولاړه ده. د دې پټلۍ عمومي اوږدوالی ۲۶،۷ کيلومترو ته رسېدلی او پکې ۱۶ سټېشنونه جوړ شوي. د دې اورګاډي تر ټولو چټک سرعت په هر ساعت کې ۶۰ کيلومترو ته رسېږي او ۲۲۰ تنه د ځایېدو وړتیا لري.
پيشګويي دا ده، چې ياد اورګاډی به سږکال فعالیت پیل کړي.