مستند فلم (( د شيانګ يانګ څلور فصلونه ))
CMG2023/05/16 15:35:16
شريکول:

 (( د شيانګ يانګ څلور فصلونه )) د چين د هو بې ولايت په شيانګ يانګ کې د کرهنيزو چارو په اړه يو مستند فلم دی، چې د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د پروګرامونو مرکز له خوا جوړ شوی. دغه فلم په څلورو فصلونو کې د کرهنيزو چارو د بېلا بېلو مرحلو له مخې په اتو برخو ويشل شوی. راځئ، چې په دغه ويډيو کې د نوموړي فلم شپږمه برخه يعنې د مني دوهمه برخه وګورئ.

شيانګ يانګ د يانګ ځه سيند په لويديځه غاړه کې موقعیت لري. د چين د کرهنيزې جنټرۍ په نهمه مياشت کې د شيانګ يانګ د لونګ وانګ سيمې په کروندو کې شولې پخې شوې او ماشينونه او بزګران د شولو په لو کولو بوخت دي.

په شيانګ يانګ کې د زراعتي توليداتو کوپراتيف جوړ شوی. دې کوپراتيف په دوبي کې له بزګرانو سره د شولو فصلونو د رسېدو اړوندو لار ښوونو تړونونه لاسليک کړي دي. د دې سپارښتنو او لارښوونو تړونونو پر بنسټ د بزګرانو کروندې او فابرېکې سره وصلېږي. شولې د بزګرانو له خوا له لو کېدو وروسته د کوپراتيف له لارې پلورل کېږي.

په دغه ويډيو کې ليدل کيږي، چې د یاد کوپراتيف یوې کارګرې آغلې سون د شولو د پلورلو لپاره د کروندې تر څنګ په انلاين ډول يوه خپرونه پيل کړې او په ژوندۍ توګه يې د خپرونې کتوونکو ته د شيانګ يانګ شولې معرفې کړې دي.