دا د کابل په نړيوال نندارتون کې د افغان نقاشانو له لوري د نندارې لپاره ايښودل شوې تابلوګانې دي، چې د زياتو کسانو پاملرنه يې ځانته جلب کړې ده. افغان نقاشان وايي، چې د افغانستان ښکلا او د ګڼ شمېر تاريخي ځايونو شتون د دې هنر د پراختيا تر ټولو لوی لامل دی او د مېرمنو شمېر هم پکې ځکه زیات دی، چې زیاتې مېرمنې له همدې لارې د خپل کورنۍ عايد لاسته راوړي.