د نايجريا رسنيو د مې ۱۶مې نېټې خبر ورکړ، د نايجريا په مرکزي فلات ايالت کې دوه کلي د وسله والو تر برید لاندې راغلل چې له امله يې لږ تر لږه ٢٠ کسان ووژل شول.
د فلات ايالت والي سايمن لالونګ (Simon Lalong) د مې په ١۶مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دغه ايالت په منګو سيمې کې دوه وسله وال بريدونه پېښ شوي او په وژل شويو کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د فلات ایالت ځایي حکومت د خلکو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ پرېکړه وکړه چې په یاده سیمو کې د شپې ګرځبندیز مقررات پلي کړي.