په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د مې په ۱۶مه نېټه د ساحل سیمې مسئلې په اړه د امنيت شورا په علني غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د سيمې له هېوادونو سره لا زياتې هدفي مرستې او ملاتړ یې وکړي.
دای بينګ وويل چې په دې وروستيو کې د ساحل سيمې هېوادونو له پېچلو او سختو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو سره سره د ګډ امنيت د ټينګښت، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د بيا اعادې او د سيمه ييز پيوستون او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې او ځانګړې پايلې يې تر لاسه کړې دي. نړيواله ټولنه او امنيت شورا بايد د سيمه ييزو هېوادونو ستونزو او اړتياوو ته زياته پاملرنه وکړي او ورته لا زياتې مرستې او ملاتړ یې وکړي.
هغه په دې اړه درې ګونه وړانديز وړاندې کړ:
لومړی، د سیمه ييزو هېوادونو ترمنځ پیوستون او همکاري له ګډو ننګونو سره د مقابلې یوازینۍ لار ده.
دوهم، له ترهګرۍ سره مبارزه یو لومړیتوب دی.
درېیم، د دوامدار پرمختګ پیاوړتیا د اوسنۍ ستونزې د حل بنسټیزه لاره ده.
د ساحل سیمه د صحرا او د مرکزي سوډان دښتې تر منځ موقعیت لري او د سینیګال، موریتانیا، مالي، بورکینافاسو، نایجر، نایجیریا، چاد، د سوډان جمهوریت، د جنوبي سوډان جمهوریت او ايريتريا په ګډون په ۱۰ هېوادونو کې پرته ده. (ژباړه: شکريه)