لي چیانګ د هالنډ له صدراعظم مارک روتي سره ټلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/05/17 11:13:08
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د مې په ۱۶مې نېټې له خپل هالنډي سیال مارک روتي سره ټلیفوني خبرې وکړې. 

لي چیانګ وویل، چین د اروپايي اتحادیې په حوزه کې هالنډ خپل امتیازي همکار بولي او غواړي په مختلفو ساحو کې له هالنډ سره همکارۍ پیاوړې کړي. چین به خپل بازار لا نور پرانیزي او د پوهنې ملکیت ساتنه به پياوړې کړي، د هالنډ نور زیات باکیفیته ځانګړي تولیدات او سیال توان لرونکي تصدۍ هرکلی کوي چې د چین بازار ته ننوځي. هغه تمه څرګنده کړه چې هالنډ به دغه هېواد ته د چيني تصدیو د پانګونې لپاره پرانیستې، عادلانه او سوداګریزه صحنه برابره کړي. 

صدراعظم مارک روتي وویل، چین د هالنډ مهم همکار دی، هالنډ غواړي له چین سره د لوړپوړو چارواکو په کچه نږدې تګ راتګ وساتي، د اقتصاد او سوداګرۍ، د اوبو لګولو چارو او په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو ضد د مبارزې په شمول برخو کې همکارۍ کړې څو د دواړو هېوادونو هراړخیزې همکاریزې اړیکې لا نورې ټينګې شي. هالنډ غواړي د اروپا او چین ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د پياوړتیا لپاره د غښتلي پل رول ولوبوي. (هیله)