د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزه به د یو کمربند او یوې لارې د باکيفيته ګډې جوړونې نظریې راغونډېدل وهڅوي
CMG2023/05/17 11:28:53
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د مې په ۱۶مې نېټې وویل، د چین او منځنۍ اسیا سرمشریزه به د چین په شي ان ښار کې ترسره شي، په دغه سرمشريزه کې به د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته جوړونې په اړه د چین او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ګډې نظریې راغونډې شي. 

نوموړي وویل، د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې په قزاقستان کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ګډې جوړونې وړاندیز وړاندې کړ. چې په دې تاریخي تصمیم سره منځنۍ اسیا د یو کمربند او یوې لارې د جوړونې سرچینه ده. 

وانګ ون بین زیاته کړه، رئیس شي جين پينګ له تېرو لسو کلونو راهيسې د منځنۍ اسیا د ۵ هېوادونو له مشرانو سره نږدې اړیکې ساتلې او د یو کمربند او یوې لارې د باکیفیته جوړونې پلان يې ټاکلی او د یاد وړاندیز او د دغو هېوادونو د پرمختګ ستراتيژۍ سره د همکارۍ په اړه يې مهمې موافقې تر لاسه کړې چې د چین او منځنۍ اسیا لخوا د یو کمربند او یوې لارې د ګډې نظریې جوړېدو لپاره يې ستراتيژیک او لارښوونکی رول لوبولی دی. (هیله)