د چين او منځنۍ اسيا د رسنيو تر منځ د لوړې کچې خبرې اترې په بريالۍ توګه تر سره شوې
CMG2023/05/17 15:44:39
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا د سرمشریزې غونډې تر سره کولو څخه مخکې د چين میډيا ګروپ لخوا د چين او منځنۍ اسيا د خبري رسنيو رسنيو تر منځ د لوړې کچې خبرې اترې او تبادلې د مې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې په بريالۍ توګه ترسره شوې. د چين میډيا ګروپ او منځنۍ اسيا د هېوادونو د عمده خبري رسنيو مسئولينو، د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د چين سفيرانو او کارپوهانو(د چيني شکله عصري کېدو، د چيني شکله عصري کېدل او منځنۍ اسيا: نوي پرمختګ او فرصتونه ) تر عنوان لاندې د نظريو تبادله وکړه، په ګډه د انسانانو او ټولنې د عصري کېدو په بهير کې د خبري رسنيو د نويو دندو په هکله يې ګډ بحثونه وکړل. په دغه غونډه کې برخوالو مېلمنو په اتفاق سره دا نظر لري، چې د چيني شکله عصري کېدل د انسانانو د عصري کېدو د عملي کولو لپاره نوی انتخاب برابر کړی او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په شمول پرمختيايي هېوادونو ته په خپله د عصري کېدو لپاره يې نمونه جوړه کړه.

د چين د تبليغاتو وزارت مرستيال او د چين میډيا ګروپ مرستيال مشر شن های شيونګ وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د پیلیز ټاټوبي په توګه د لسو کلونو راهيسې منځنۍ اسيا د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په بهير کې يو لړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي، د سيمې د سولې او سمسورتيا لپاره يې لا د ثبات عوامل برابر کړي دي. دا د منځنۍ اسيا د پرمختګ لپاره د چيني شکله عصري کېدو د نويو انرژيو او فرصتونو برابرولو يوه نښه ده. د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ او دوستۍ ټينګښت لپاره د خبري رسنيو رول پر ځای نه کېږي. په دې هکله چين میډيا ګروپ دری فقره ايز وړانديزونه ورکړل.