د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف د مې د ۱۷مې نېټې له غرمې وروسته د الوتکې له لارې د چين د شان شي ولايت شي ان ښار نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد.
نوموړی به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د مې له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د چين او منځنۍ اسيا په سرمشریزه غونډه کې ګډون ولري او له چين څخه به رسمي ليدنه وکړي.