د فلسطینیانو د حقه حقونو د تضمین په پار د ملګرو ملتونو ځانګړې کمېټې د مې په ۱۵مې نېټې د فلسطین د ناورین ورځ د ۷۵مې کلیزې د یادونې لپاره یوه لوړپوړې غونډه ترسره کړه. دا د ملګرو ملتونو لومړی ځل دی چې د دغې ورځې یادونه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روسیمرې دیکارلو په دغه غونډه کې وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د فلسطین او اسرائیل وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغې وویل، ملګري ملتونه څرګنده ادعا لري چې اسرائیل باید پر فلسطین خپل یرغل پای ته ورسوي او باید د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو او د شويو تړونونو له مخې د دواړو هېوادونو لایحه جوړه کړي. (هیله)