د روسیې پارلمان د اروپا د دودیزو وسله‌والو ځواکونو تړون الغاء تصویب کړه
CMG2023/05/17 15:21:56
شريکول:

د روسیې د پارلمان د استازو جرګې (دوما) د مې په ۱۶مې نېټې د اروپا د دودیزو وسله‌والو ځواکونو تړون د لغوه کېدو هغه مصوبه تصویب کړه چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د روانې میاشتې په ۱۰مې نېټې وړاندې شوې وه. 

د دوما رئیس ویاچسلاف ولوکین په همدې ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل، امریکا او ناټو تل د یواړخیزې نړۍ د جوړولو په هڅه کې دي او ورته لېواله دي، ختیځ ته د ناټو پراختیا د ګردې نړۍ امنیتي سیستم ویجاړ کړی دی. ناټو تل پر نورو هېوادونو تېری او حملې کړې، د یوګسلاویا فدرالي جمهوریت يې ویجاړ کړی، افغانستان، لیبیا، عراق او سوریې ته يې زیات ناورینونه رسولي دي. 

د دوما د نړیوالو چارو کمېټې مشر وویل، له ياد تړون څخه وتل او لغوه کول د روسیې د ملي ګټو له تضمین سره سمون لري.