شي جين پينګ د قزاقستان له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/05/17 18:48:47
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۷مه نېټه په شي ان ښار کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره چې د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی، خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل، چې ډېر خوشاله شوم چې په شي ان ښار کې له ولسمشر توکايف سره ګورم. نن ستاسو د ۷۰يمه کليزه ده او تاسو ته د زيږيدنې کليزې په مناسبت مبارکي وايم. په دې ځانګړې ورځ کې تاسو چين ته سفر کوئ، چې زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو لوړې ښکارېږي او له چين سره ستاسو ځانګړی برخليک ثبتېږي.

د چين او قزاقستان تر منځ اړيکې له ۳۰ کلونه راهيسې بيا پيل شوې. دواړه خواوې بايد خپلمنځي عنعنوي دوستي پراخه کړي، پر متقابل ملاتړ ټينګار وکړي، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ژورې کړي، په ګډه پرمختګ او سمسورتيا ته کار وکړي، د نسل په نسل د دوستانه اړيکو ټينګښت، د لوړ متقابل باور پر بنسټ د ګډ برخليک ټولنه هم جوړه کړي.