روسي پوځونو په لومړي ځل د سټورم شادو ویشتونکي توغندي مخه نیولې
CMG2023/05/17 11:22:28
شريکول:

د روسیې د دفاع وزارت د مې په ۱۵مې نېټې وویل، د روسیې پوځ د هوايي دفاع سیستم د اوکرایني پوځ لخوا توغول شوي څو توغندیو مخه نیولې، او په دې جمله کې یو د سټورم شادوstorm shadow په نوم لرې واټن ویشتونکی توغندی شامل و چې د برېټانیې لخوا اوکراین ته ورکړ شوی و. دا لومړی ځل دی چې د روسي پوځ د دغه ډول توغندي مخه نیولې ده. 

د اوکراین پلازمېنه کیف د مې په ۱۶مې نېټې د توغندیو له حملې سره مخ شو او د دې ښار په ډېرو سیمو کې چاودنې وشوې. د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر مشر اندرې ایپماک ور پسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، چې د اوکراین د هوايي دفاع سیستم د توغندیو په مخنیوي بوخت دی. د کیف ښاروال ویتلی کلیتسچکو بیا وروسته خبر ورکړ چې د کیف ښار په زیاتو سیمو کې چاودنې وشوې او د توغندیو ټوټو او پارجو په لوېدو سره ځینې موټرونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. (هیله)