د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۶مه نېټه په يوه عادي خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، د ازبکستان حکومت پرېکړه کړې چې په خپلو بېلا بېلو ايالتونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د چين تجربې ترويج کړي، له دې څخه څرګندېږي چې ازبکستان د چين تجربو ته ډېر اهميت ورکوي او دغه ازموينه په منځنۍ اسیا کې د چیني ځانګړتیا لرونکې سوسیالیستي مفکورې د عملي کېدو يوه نښه ده.
نوموړي وويل، د ازبکستان ولسمشر ميرضيايوف به ژر د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه کې د ګډون په موخه چين ته رسمي سفر وکړي، د دواړو هېوادونو مشران به د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه نوي همکاريز پلانونه وټاکي او په دې برخه کې به ازبکستان ته نوي ملاتړي ځواکونه ورکړي. (ژباړه: شکريه)