د چین ملي اقتصاد په تېر اپرېل کې د عادي کېدو تمایل ساتلی
CMG2023/05/17 11:09:58
شريکول:

د چین د شمېرنې ملي ریاست د مې په ۱۶مې نېټې د سږ کال د تېر اپرېل د ملي اقتصاد په اړه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په همدغه میاشت کې د چین ملي اقتصاد د عادي کېدو تمایل ساتلی او ګټور عوامل يې مخ په زیاتېدو دي. 

د چین د شمېرنې ملي ریاست مطبوعاتي ویاند او د ملي اقتصاد د عمومي شمېرنې ادارې مشر فو لینګ هوې په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د چین تولید او عرضه مخ په ښه کېدو ده، په کور دننه کې تقاضا مخ په پراخېدو ده، د خلکو د روزګار حالت او د توکو بیې عموماً ثابتې دي، له ننګونو سره د بهرنۍ سوداګرۍ د مقابلې توان يې ښکاره کړی او د پرمختګ نوي حیاتي ځواک يې مخ په پیاوړي کېدو دی. (هیله)