د مې د ۱۶مې نېټې د سهار په ۳ بجو، د چين د (( پنګ لی جينګ لو )) د کب نيولو شرکت په اړه يوه چيني کښتۍ د اينديان سمندر په مرکزي سيمه کې چپه شوه چې له دې امله ۳۹ کسان ورک شوي او پکې د چين ۱۷ تنه، د اندونيزيا ۱۷ تنه او د فليپين ۵ تنه شامل دي. تر اوسه ورک شوي کسان نه دي موندل شوي، د لټون او ژغورنې چارې روانې دي.
له دې پېښې وروسته، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهمه لارښوونه وکړه چې اړوند ارګانونه او څانګې بايد د بېړني غبرګون ميکانيزم فعال کړي، د سمندري ژغورنې په پار نړيوالې همغږۍ پياوړې کړي او تر وسې پورې ژغورونکي کارونه تر سره کړي. ښايي چې د لېرې سمندر په اړوندو کارونو کې د احتمالي خطرونو د مخنيوي او وړاندوينې، دغه راز د خلکو د سر او مال د امنيت لپاره اړين اقدامات غوره شي. (ژباړه: شکريه)