د روان کال په لومړنيو ۴ مياشتو کې د چين لخوا د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۲.۲٪ زيات شوې
CMG2023/05/18 14:54:29
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په ۱۷مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړې او ښيي، چې د سږ کال په لومړيو ۴ مياشتو کې ۴۹۹ ميليارډه او ۴۶۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګې کارول شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲.۲ زیاتوالی پکې شوی او دا شمېر د ۷۳.۵ ميليارډو امريکايي ډالرو معادل چې ۳.۳٪ ټيټ شوي.

د سږ کال په لومړيو ۴ مياشتو کې د چين په توليدي صنعت کې کارول شوې بهرنيو پانګو اندازه کابو ۱۳۰ ميليارډه يوانه وه چې ۴.۱ سلنه زياتوالی ښیي. د لوړې ټکنالوژۍ په چارو کې د کارول شويو بهرنيو پانګو په اندازه کې ۱۲.۸٪ زیاتوالی راغلی.

په چين کې د فرانسې، برېټانيا، جاپان او جنوبي کوريا تصديو پانګونې په جلا جلا توګه۵۶۷.۳٪، ۳۲۳.۷٪، ۶۸.۱٪ او ۳۰.۷٪ زياتوالی موندلی دی.