شي جين پينګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره وکتل
CMG2023/05/18 18:23:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د اتلسمې نېټې له غرمې وروسته په شي‌ان ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره وکتل، چې نوموړی د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه کې د ګډون او له چين څخه د رسمي ليدنې لپاره شي‌ان ته تللی.

شي جين پينګ له ميرضيايوف سره کتنه کې د نوموړي د ښه راغلاست هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې د تېرکال په سپتمبر کې له ازبکستان څخه زما د رسمي ليدنې خاطرې مې اوس هم په یاد دي او د ولسمشر ميرضيايوف د مېلمه پال تود هرکلی مې نه هېرېږي. لږ موده مخکې، ازبکستان په برياليتوب د خلکو د ټولپوښتنې له لارې نوی اساسي قانون تصويب کړی او دا څرګندوي، چې ولسمشر ميرضيايوف د خلکو د لوړ باور او ملاتړ خاوند دی. شي جين پينګ په دې مناسبت ميرضيايوف ته مبارکي ويلې او باور يې ښودلی، چې ازبکستان به د نوموړي تر مشرۍ لاندې د سمون او ورخلاصون په لاره کې پرمختګ وکړي او د نوي ازبکستان د ابادۍ په برخه کې به لا نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

شي جين پينګ ويلي، چې چين غواړي له ازبکستان سره هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.