ملګرو ملتونو د روان کال د نړیوالې اقتصادي ودې وړاندوينه لوړه کړې
CMG2023/05/18 10:57:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې د مې په ۱۶ مه نېټه «د ۲۰۲۳م کال نړيوال اقتصادي وضعيت او لرليد» تازه راپور خپور کړی او وړاندوينه يې کړې چې د ۲۰۲۳م کال نړيواله اقتصادي وده به ٪ ۲.۳  او د ۲۰۲۴م کال کچه به يې ۲.۵٪ وي.

يادې ادارې د روان کال په لومړيو کې وړاندوينه کړې وه چې د ۲۰۲۳م کال نړيواله اقتصادي وده به ٪ ۱.۹ او د ۲۰۲۴م کال شمېر به يې ۲.۷٪ وي.

 يادې ادارې وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۳م کال کې به د چين په اقتصادي وده کې ٪ ۵.۳ لوړوالی راشي او دغه شمېر تر تېرې وړاندوينې چې  ٪ ۴.۸ ښودل شوی، لوړ دی. دغه راز د امريکې او اروپايي اتحادیې د روان کال د اقتصادي ودې په اړه يې خپله وړاندوينه هم لوړه کړې، چې په جلاجلا توګه يې له ٪ ۰.۴ او ٪ ۰.۲ څخه ٪ ۱.۱ او ٪ ۰.۹ ته لوړه ښودلې ده.