چين به د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره هراړخيزې همکارۍ پراخې کړي
CMG2023/05/18 11:37:54
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د مې په ۱۶مه نېټه په منځنۍ اسيا کې د سولې، باور او همکارۍ سيمې د جوړولو په اړه څېړنيزه غونډې کې وويل، چې چين به د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره هراړخيزې همکارۍ پراخې کړي او خپلمنځي اړيکې به نوې کچې ته ورسوي.

دای بينګ وويل، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو تل د متقابل احترام، ښه ګاونډيتوب، دوستۍ، پيوستون او متقابلو ګټو پر بنسټ ستراتيژيکې همکارۍ ساتلې دي. د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به د مې په ۱۸مې او ۱۹مې نېټې د چين په شي ‌ان ښار کې تر سره شي، دا د ګډې راتلونکې د ټاکنې او لا ژورو اړيکو د ټينګېدو لپاره د دواړو اړخونو يو مهم ګام دی. چين غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره په ګډه د ملګرو ملتونو منشور دفاع وکړي، واقعي څو اړخيزم عملي کړي، د ګډ، هراړخيز، همکاريز او دايمي خونديتوب مفکوره جوړه کړي، د ټولو هېوادونو له ګډو ګټو سره سم امنيتي او انکشافي لاره ولټوي، د منځنۍ اسيا د سولې، باور او همکارۍ سيمه اباده کړي او د سيمه ييزې سولې، ثبات، سمسورتيا او پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. (ژباړه: شکريه)