شي جین پينګ د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره وکتل
CMG2023/05/18 10:51:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۷مې نېټې په ماسپښين په شي‌ ان ښار کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره خبرې اترې وکړې. ولسمشر قاسم توکایف د چین- منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د ګډون لپاره شي ان ته راغلی او له چین څخه به رسمي لیدنه وکړي.

رئیس شي جين پينګ وویل، چین او قزاقستان د باور وړ دوستان او همکاران دي. د چیني شکله عصري کېدو تګلارې د چیني ملت د بيا سمسورتیا بهیر پر مخ وړي. قزاقستان هم د خپل هېواد ابادۍ پروسه چټکه کوي. دواړه هېوادونه د پرمختګ په مهم پړاو کې دي. اوس د چین او قزاقستان اړیکې بل ۳۰ کلن طلايي پړاو ته ننوزي، دواړه هېوادونه د عنعنوي دوستۍ پر بنسټ یو له بل کلک ملاتړ کوي، خپلمنځي همکاریزې اړیکې دې نورې ټينګې کړي او د پرمختګ او سمسورتیا لپاره دې په ګډه کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې يو خپلواک، امن او باثباته، پرمختللی او سمسور قزاقستان د چین او قزاقستان د خلکو له ګډو ګټو سره سمون لري. چين د قزاقستان پلویتوب کوي، چې د خپلواکۍ، ملي حاکميت، د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه کوي او د خپل هېواد د ملي وضعیت له مخې د پرمختګ لاره لټوي. همدارنګه شي جین پینګ وویل، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز مې لس کاله مخکې مطرح کړی او له دې لسو کلونو راهيسې چين او قزاقستان لسګونه همکاريزې پروژې عملي کړې، چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې او د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ یې هڅولی دی. دواړه خواوې بايد په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ ټينګې کړي او د خلکو نظريې بنسټ ټينګ کړي. باور دی چې قزاقستان په شي ان ښار کې عمومي قونسلګرۍ پرانيزي، د دواړو هېوادونو د ځايي تګ راتګ هڅونه به وکړي.

شي جين پينګ په اشارې سره ويلي، چې د چين او منځنۍ اسيا همکاریز ميکانيزم د بېلا بېلو هېوادونو د اوسنيو اړتياوو او د راتلونکي پرمختګ په هدف دی، مختلف هېوادونه به د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي څو ګډه سمسورتيا رامنځته شي. چين غواړي د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا له مختلفو هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، د چين او منځنۍ اسيا ميکانيزم به د شپږو هېوادونو تر منځ د ژورې همکارۍ مهم ډګر وګرځي.

ولسمشر توکايف وويل، چې زه د چين او قزاقستان تر منځ د اړيکو په اړه د رئيس شي جين پينګ د ارزونې او د دواړو هېوادونو د همکاريو د لا پياوړتيا په هکله له وړانديزه موافقه کوم. چين د قزاقستان په ډيپلوماتيکو تګلارو کې ځانګړی او مهم ځای لري. قزاقستان غواړي له چين سره دايمي او هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې پياوړې کړي، د تجارت، ګرځندوی، فرهنګ او کلتور په شمول زياتو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي، د دواړو هېوادونو د اړيکو د ۳۰ کلن طلايي نوي پړاو د پيل کولو لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي. د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ يو ستر وړانديز دی او قزاقستان به په فعاله توګه پکې ګډون وکړي.

ولسمشر توکايف زیاته کړه، رئیس شي جين پينګ د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن په اړه یو لړ وړاندیزونه وکړل او دا ستر اهمیت لري. قزاقستان له دغو وړاندیزونو څخه فعال ملاتړ کوي او غواړي له چین سره اړوندې مشورې او همکارۍ پياوړې کړي. قزاقستان به د چین- منځنۍ اسیا میکانیزم په پار له چین سره د سیمې د امنیت، ثبات او سمسورتیا د هڅولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي.

دواړو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د چین ولسي جمهوریت او د قزاقستان جمهوریت ګډه اعلامیه خپره کړه او د اقتصاد او سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنیزو چارو، کلتور او فرهنګ په شمول ځینو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریزو سندونو د لاسلیک په مراسمو کې يې حاضر وو.