د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په اتلسمه نېټه د چين په شي ان ښار کې د قرغېزستان له ولسمشر صدر نورګوهويچ جباروف سره خبرې اترې وکړې، چې نوموړی د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزې کې د ګډون او له چين څخه د ليدنې لپاره شيان ښار ته تللی.
شي جين پينګ له جباروف سره په کتنه کې د نوموړي ښه راغلاست څرګند کړ او ويې ويل، چې دواړو خواوو تېر کال دوه ځله سره کتنې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په اړه يې د نظريو مهمې ګډې نظریې تر لاسه کړې دي. دغه ګډې نظريې د پلي کېدو په حال کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته خوځنده ځواک برابروي. شي جين پينګ باور وښود، چې قرغېزستان هرومرو د ولسمشر جباروف تر مشرۍ لاندې په بېلا بېلو چارو کې نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې د چين او قرغېزستان ترمنځ اړيکو د پرمختګ ۳۱ کلن مزل تېر کړی. چين هيله لري، چې له قرغېزستان سره ښه ګاونډيتوب وساتي، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک له ټولنې څخه ګډې ګټې واخلي او هراړخيزې همکارۍ پياوړې کړي.