د منځنۍ اسيا ۵ هېوادونو مشران شي ان ښار ته رسېدلي دي
CMG2023/05/18 10:31:28
شريکول:

د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشران چې د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي، ټول د شاان شي ولايت شي ان ښار ته رسېدلي دي.

د مې د ١٧مې نېټې له ماسپښين څخه د ١٨مې نېټې تر سهار پورې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف، د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايوف او د ترکمنستان ولسمشر شيردار بردي محمدوف د چین شي‌ ان ته ورسېدل.

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه د مې له ١٨مې څخه تر ١٩مې نېټې پورې په شي ان ښار کې تر سره کېږي.