د مې د ۱۷مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۴۹ دقيقو، چين د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې د cz-3b بار وړونکي راکټ په وسيله د بې دو په نوم د سپوږمکۍ لارښوونکي سيستم ۵۶مه سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه.
دا تر ۳ کلن ځنډ وروسته د بې دو درېیمې پروژې د لومړۍ توغندونکې دنده ده. د دغې سپوږمکۍ په توغولو سره به د سيستم خدمتونه نور هم ښه شي، چې د بې دو سيستم د ځانګړو خدمتونو د پراخوالي او د دې سيستم د سترې کچې د کارونې لپاره ستر اهميت لري.