د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په اتلسمه نېټه په شيان ښار کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل، چې نوموړی د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه کې د ګډون او له چين څخه د رسمي ليدنې لپاره چين ته تللی.
شي جين پينګ له محمدوف سره کتنه کې د نوموړي د ښه راغلاست هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې ولسمشر محمدوف د سږکال په جنورۍ کې له چين څخه رسمي ليدنه کړې او ورسره يې اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتیا ته لوړې شوې او دواړه هېوادونه به د ګډ برخليک ټولنې او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ نوی باب پرانیزي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چين او ترکمنستان د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۳۱ کلونو راهيسې د متقابل درناوي او ګډو ګټو په اساس همکارۍ کړې. چين هيله لري، چې له ترکمنستان سره د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګېدو او خلکو ته د ګټو رسولو لپاره ګډې هڅې وکړي.