د چين صدراعظم لي چيانګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل
CMG2023/05/18 11:34:16
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د مې د ۱۷مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل. ولسمشر رحمان په رسمي سفر د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلی دی.

لي چيانګ وويل، چين غواړي له تاجکستان سره د پرمختيايي ستراتيژۍ د نښلولو، د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکاريو پياوړتيا او د چيني شکله عصري کېدو نوي فرصتونه شريک کړي، د چين او تاجکستان ترمنځ د همکارۍ ساحې به په پر له پسې ډول پراخې شياو د دواړو هیوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي. دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ پر بنسټ د عملي همکارۍ پياوړتيا ته دوام ورکړي، په دوامداره توګه دې خپلمنځي سوداګريز جوړښت بشپړ کړي او د سوداګريز تګ راتګ د لا اسانېدو لپاره دې هڅې وکړي.

رحمان وويل، په تېرو لسو کلونو کې د تاجکستان او چين تر منځ اړيکې نوي لوړوالي ته رسېدلې او د دواړو خواوو ترمنځ همکاريو کې ښې او اغېزمنې لاسته راوړنې رامنځته شوې دي. تاجکستان غواړي د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي، د چين ټکنالوژۍ راخپلې کړي، د توليدي ظرفيت، انرژۍ، کرنې، د اوبو لګولو او کلتوري تبادلې په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ هڅې وکړي او دوه اړخیزې اړیکې نوې کچې ته ورسوي.

(ژباړه: شکريه)