شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/05/18 14:47:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۸مه نېټه په شي‌ان ښار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې اترې وکړې، چې نوموړی د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزه کې د ګډون او له چين څخه د رسمي ليدنې لپاره چين ته تللی.

شي جين پينګ له رحمان سره په کتنه کې د نوموړي د ښه راغلاست هرکلی کړی او ویلي یې، چې د چين او تاجکستان ترمنځ اړيکې له ټينګېدو وروسته له ښه ګاونډيتوب څخه ستراتيژيکو ملګرو ته او بيا هراړخيزو ستراتيژيکو ملګرو ته بدل شوي دي. شي جين پينګ په ۲۰۱۹م کال کې له تاجکستان څخه خپله رسمي ليدنه ياده کړه او ويې ويل، چې د ده په دغه سفر کې دواړو خواوو د ګډ پرمختګ او امنيت د ټولنې جوړونې اعلان کړی او له تېرو ۴ کلونو راهيسې يې په دې برخه کې د خوښۍ وړ پرمختګونه کړي دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او تاجکستان ترمنځ اړيکې لرغونې تاريخي سرچينه، پیاوړی سياسي بنسټ، د همکاريو غني ارزښتونه او د خلکو پراخ ملاتړ لري. چين غواړي له تاجکستان سره په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکارۍ کچه لوړه کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لا هڅې وکړي.