د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش د مې په ۱۷ مه نېټه د دوو مياشتو لپاره له تور سمندره د کرنيزو توليداتو د لېږد تړون د غځېدو هرکلی وکړ او هيله يې وښوده چې بېلابېلې خواوې د تړون د غځولو، پراخولو او سمون په اړه هراړخيزه هوکړه وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې يوې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل، ياد تړون او د روسيې او ملګرو ملتونو ترمنځ د تفاهم هغه يادښت چې د روسيې د غلودانو د صادراتو د اسانولو لپاره لاسليک شوی، د نړۍ د غلودانو د خوندیتوب لپاره ډېر اهميت لري. د تور سمندر له بندر څخه د کرنيزو توليداتو د لېږد تړون له مخې، تر ۳۰ ميليونو ټنو زیاتې غلې دانې بهر ته صادرېږي. اوسمهال ۳۰زره ټنه غنم په هغو بېړيو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) لخوا کرايه شوې، سوډان ته د لېږدولو په درشل کې دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند زخاروا د مې په ۱۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د دې خبر پخلی وکړ، چې ياد تړون د دوو میاشتو لپاره غځېږي.