د چين د شاان شي ولايت مرکز شي ان يو لرغونی، ښکلی او د ژور کلتوري ارزښت بنسټ لرونکی ښار دی. دغه ښار په لرغونې زمانه کې د چين د سياست، اقتصاد، کلتور او ټرانسپورټ بنسټ و او د ورېښمو لارې د پيل ټاټوبی بلل کېږي. اوس دغه ښار د چين له نمونوي کلتوري ښارونو څخه يو دی او د خپل ځانګړي جذابيت له مخې د نړۍ د نورو سيمو سيلانيان راجلبوي .