د هوا پېژندنې نړيوال سازمان: ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د تودوخې درجه نوی ريکارډ جوړ کړي
CMG2023/05/19 11:06:54
شريکول:

د هوا پېژندنې د نړيوال سازمان لخوا د مې په ۱۷مه يو تازه خپور راپور ښيي، چې د شنو خونو د ګازو ايستنې او د ال نينو پديدې له امله، ښايي په راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ د تودوخې درجه نوې لوړې کچې ته ورسېږي.

په ياد راپور کې دا اټکل کیږي، چې د ۲۰۲۳م کال او ۲۰۲۷م کال تر منځ په ۴ کلونو کې به د ۱۸۵۰ کال -۱۹۰۰ کال (له صنعتي کېدو څخه مخکې) په پرتله، کلنۍ نړیواله منځنۍ تودوخه له ۱.۱ تر ۱.۸ درجو پورې لوړه وي.