پنګ لي يوان د شي ان د دوديزې اوپرا له ټولنې څخه ليدنه وکړه
CMG2023/05/19 22:51:40
شريکول:

د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د مې د ۱۹مې په سهار د قرغېزستان د ولسمشر له مېرمن جپارووا او د ازبکستان د ولسمشر له ميرضيايوا سره د شي ان د دوديزې اوپرا له ټولنې څخه ليدنه وکړه.

آغلې پنګ لي يوان لومړی له مېلمنو سره د چين د چين چيانګ اوپرا له هنري موزيم څخه ليدنه وکړه او هلته يې د چين شيانګ اوپرا د تاريخ او پرمختګ په اړه معلومات تر لاسه کړل او د دغې اوپرا د بېلا بېلو مرحلو هنري اثار يې ننداره کړل.

پنګ لي يوان او مېلمنو د نوموړې ټولنې د نندارې په تالار کې د سيورۍ ننداره کتله او له هنرمندانو سره يې په خوشحاله فضا کې خبرې اترې وکړې.

پنګ لي يوان له مېلمنو سره د دغې ټولنې په سل کلن تاريخ لرونکي تياتر کې د چين چيانګ اوپرا ښايسته ننداره وکتله. پنګ لي يوان  زیاته کړه، چې چين غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره کلتوري تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي. آغلې جپارووا او ميرضيايوا د دوديز کلتور د ساتنې او پرمختګ په برخه کې د چين د هڅو ستاينه وکړه.