شي جين پينګ او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو مشرانو له خبريالانو سره وکتل
CMG2023/05/19 15:33:51
شريکول:

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د مې په ۱۹مه د چين په شي آن ښار کې د نړيوال کنفرانس په مرکز کې په بريالۍ توګه تر سره شوه. له دې وروسته، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د قزاقستان ولسمشر توکايف، د قرغزستان ولسمشر زاپاروف، د تاجکستان ولسمشر رحمان، د ترکمنستان ولسمشر محمدوف او د ازبکستان ولسمشر ميرضيايوف په ګډه له خبريالانو سره وکتل.

شي جين پينګ په خبري ناستې کې په اشارې وويل، چې ما او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو مشرانو د خپلمنځي دوستانه تبادلې تاريخ ته بيا کتنه کړې، د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ پايلې مو ترتيب کړې، بريالۍ تجربې مو راغونډې کړې او نوې اجماع مو جوړه کړې ده. موږ په ګډه د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې د شي آن اعلاميه لاسليک کړه، د سرمشريزې پايلې مو تصويب کړې او د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نقشه مو جوړه کړه. موږ به د دې سرمشریزې له فرصت نه په استفادې سره په رسمي توګه د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې ميکانيزم جوړ کړو. هر دوو کلونو کې به دغه سرمشريزه په چين يا د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې تر سره کېږي. راتلونکې سرمشريزه به په ۲۰۲۵م کال کې په قزاقستان کې تر سره شي. موږ به د دې ميکانيزم د تشکيلاتي نظام د بشپړېدو ګام ګړندی کړو، په چين کې به د دې ميکانيزم د سکرتريت دايمي دفتر جوړ کړو، د ترانسپورت، اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، صنعت، کرنې، انرژۍ، ګمرکونو او کلتوري تبادلې ته به لومړيتوب ورکړو او په ټينګه او اغېزمنه توګه د ۶ هېوادونو ترمنځ هر اړخیزه او ژوره همکاري پرمخ بيايو.

(ژباړه: شکريه)