د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۹مه نېټه د شاان شي ولايت په شي آن ښار کې د نړيوال کنفرانس په مرکز کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه څلور وړاندیزونه وکړل .
شي جين پينګ د سرمشريزې ګډون کوونکو ته وويل، چې تېر کال موږ په ګډه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان وکړ. دا د نوې زمانې غوښتنو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو اصلي ګټو ته په پام ورکولو سره يو تاريخي انتخاب دی. موږ دې په دې برخه کې د څلورو ټينګارونو اصل مراعات وکړو.
لومړی، موږ دې پر متقابلو مرستو ټينګار وکړو، د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ملي کرامت او اوږدمهاله پرمختګ په ساحو کې يو له بله څرګند او قوي ملاتړ وکړو.
دويم، موږ دې پر ګډ پرمختګ ټينګار وکړو، د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ او د نړيوال پرمختګ پېشنهاد پلي کولو ته دې وده ورکړو.
درېيم، موږ دې پر نړیوال امنیت ټينګار وکړو، په ګډه د امنیت نړيواله غوښتنه پلې کړو، د سیمه ييزو هیوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو قوتونو له لاسوهنې او د دوی د " رنګي انقلاب" له هڅونو سره دې ټينګ مخالفت وکړو او " درې ځواکونه" دې نه زغمو.
څلورم، موږ دې نسل په نسل دوستي وساتو، د نړيوال تمدن وړانديز دې عملي کړو او متقابلې زده کړې دې ژورې کړو. (ژباړه: شکريه)