د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مې په ۱۸مه په یوه خبري غونډه کې وويل، چې چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره په ټولو برخو کې هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ ژورې کړي کړی او په دوه اړخيزه کچه يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې لپاره عملي ګامونه اخیستي دي.
وياند وانګ ون بين زیاته کړه، چې باور لري د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه به د چين- منځنۍ اسيا د ګډې برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره تازه قوه ورکړي، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوې مرستې وکړي.
وانګ ون بين وويل، د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مشرۍ چين د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې په مناسبت د ويډيويي سرمشريزې يوه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې د چين - منځنۍ اسيا د ګډې برخليک ټولنې د ابادۍ یې لپاره موافقه تر لاسه کړې ده.