د یمن د عامې روغتیا او نفوس وزیر د مې په ۱۷مه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل ، چې سږ کال څه باندې ۵۵ زره افریقايي کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ننوتلي، دغه شمېر د مخکنیو دوو کلونو په نسبت ډېر زیات دی.
نوموړي وویل، سره له دې چې اوس یمن له سخت بشري بحران سره مخ دی، خو د یمن حکومت به تر وسې پورې افریقايي کډوالو ته مرستې برابرې کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو او نورو بشردوستو سازمانونو مرستې د دغو افریقايي کډوالو د ژوند د تصمین لپاره ډېرې مهمې دي. (هیله)