د چين د شينجيانګ د کاشغر په لرغوني ښارګوټي کې د وچې ډوډۍ يو دکان دی، چې نوم يې (( د نيکې د نيکې د پلار نان )) ډېر په زړه پورې دی. دغه دکان په يوې کورنۍ کې نسل پر نسل ساتل شوی او څه باندې سل کلن تاريخ لري. ۳۶ کلن ووماير جان د دغه دکان د اووم نسل خاوند دی.
د کاشغر په لرغوني ښارګوټي کې د سمون پروژې له تطبيق وروسته له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه لرغوني ښارګوټي چاپېريال لا ښه او د سيلانيانو شمېر يې کال په کار زيات شوی دی. دغه راز د ښاغلي ووماير جان د دکان کار وبار غوړېدلی دی. سيلانيان د ووماير جان په دکان کې د نان وايانو تر لارښوونې او مرستې لاندې د وچې ډوډۍ د جوړولو او پخولو بهير احساسولی شي.
ووماير جان هيله لري، چې د شينجيانګ د نان کلتور نورو زياتو سيلانيانو ته وروپېژني. هغه په روزنيز سازمان کې د انګليسي ژبې زده کړې کړي او غواړي، چې په انګليسي ژبه بهرنيو سيلانيانو ته د شينجيانګ د وچې ډوډۍ په اړه معلومات ورکړي.