په اروپايي او اسيايي چارو کې د چين ځانګړي استازي لي هوي له اوکراين څخه ليدنه وکړه
CMG2023/05/19 10:30:17
شريکول:

په اروپايي او اسيايي چارو  کې د چین ځانګړی استازي لي هوي د مې له ۱۶مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې له اوکراين څخه ليدنه وکړه. لي هوي د خپل سفر په موده کې د دې هېواد له ولسمشر زلنسکي سره وکتل او د اوکراين د ولسمشرۍ د دفتر د مسؤل او د بهرنيو چارو د وزير په شمول د دې هېواد له نورو لوړ پوړيو چارواکو سره يې هم خبرې وکړې. دواړو خواوو د اوکراين د بحران د حل او د چين او اوکراين ترمنځ د اړيکو په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

لي هوي د اوکراين بحران د سياسي حل وفصل لپاره د چين دريځ بيان کړ او  ویې ویل،  چې د دې بحران حل د اړوندو خواوو د متقابل باور ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو او سوله يیزو خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو ته اړتيا ده. چين غواړي، چې د اوکراين بحران  د سياسي حل په هکله د چين د دريځ سند پر بنسټ د دې بحران د حل لپاره د نړیوالې ټولنې ګډو نظريو ته د رسېدو او د جګړې د ختمېدو او د سولې د بيا رامنځته کېدو لپاره خپلې هلې ځلې وکړي. چين تل د دې هېواد د بشري مرستو لپاره خپل رغنده رول لوبولی او تر خپلې وسې پورې به دغو مرستو ته ادامه ورکړي.

د اوکراين لوري  وویل، چې په نړيوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه د چين مهم رول ته په درنه سترګه ګوري او د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د اعاده کېدو لپاره د چين د مثبت رول هر کلی کوي. اوکراين د يوه چين د پېژندلو پر اصولو ټينګار کوي او غواړي، چې د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره له چين سره ګډې  هڅې وکړي.