د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د شان شي ولايت د يون چنګ ښار له موزيم څخه ليدنه وکړه. نوموړي د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې په موزيم کې ډېر قيمتي او ارزښتناک تاريخي اثار حتی ملي خزانې ساتل کيږي، چې دغه اثار د چين په ځمکه کې د انسانانو د پرمختګ د میلیون کلن تاريخ ، د کلتور د پرمختګ لس زره کلن تاريخ او د چيني تمدن د څه باندې پنځه زره کلن تاريخ شهادت دی.
شي زیاته کړه، چې چين بايد د چيني ملت د تمدن د سرچينې څېړنې لا ژورې کړي.
د یادولو ده، چې د يون چنګ په موزيم کې له ۳۰ زرو زيات تاريخي اثار ساتل کيږي.