د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان، د مې په اتلسمه د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا په سرمشريزې کې د ګډون کوونکو مشرانو او مېرمنو د هرکلي په مراسمو او مېلمستيا کې ګډون وکړ.
شي جين پینګ دې ته په اشارې سره ، چې له زر کلونو راهيسې د چين او منځنۍ اسيا خلکو يو له بل سره تګ راتګ کړی، يو له بل څخه د تجربو زده کړه کړې، چې د ورېښمو د لرغونې لارې او د انساني تمدن په تاريخ کې يې ډېرې لاسته راوړنې ګټلې دي. د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکاريو پياوړتيا زمونږ د مشرانو ستراتيژيک انتخاب دی، چې همدا له نړيوال تمايل او د خلکو له هيلې سره سمون لري. باور لرو، چې زمونږ په ګډو کوښښونو سره به دغه سرمشريزه برياليتوب تر لاسه کړي او د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د اړيکو نوی پړاو به پيل شي.
ده زیاته کړه، چې موږ د دې هر کلی کوو چې د منځنۍ اسيا هېوادونه د چين د پرمختګ په ګړندي اورګاډي کې سپاره شي او د دواړو خواوو ترمنځ د ښې راتلونکې د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړو.
تر مېلمستيا وروسته رئيس شي جين پینګ او مېرمن يې پنګ لي يوان له نورو مېلمنو سره په ګډه د چين او منځنۍ اسيا د ولسي کلتوري فيستوال، يعنې د چين او منځنۍ اسيا د ځوانانو د هنري فيستوال د پرانيستونکو مراسمو ننداره وکړه.