د جاپان لومړي وزیر فومیو کشدا د مې په ۱۸مه په هیروشما شي کې د امریکې له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. د جاپان سلګونو خلکو د مې په ۱۷مه او ۱۸مه لاریونونه وکړل، چې د جاپان او امریکې د مشرانو له خبرو اترو سره او د G7 سرمشریزې غونډې سره احتجاج وکړ.
سلګونو جاپاني خلکو د روانې میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه د هیروشما شي د سولې یادونې پارک د اټومي بم بمبار شوې کنډوالو پر وړاندې راغونډ کړل او د G7 هیروشما شي سرمشریزې د لیرې کولو بانر او د جګړې له غونډې سره د مخالفت شعار يې پورته کړ، دوی د جاپان او امریکې د مشرانو خبرو اترو سره د مخالفت، په جاپان کې د امریکايي پوځي اډې د لېرې کولو او”د G7 سرمشریزه د جګړې غونډه ده“ په شمول نارې وهلې. لاریون کوونکي د پولیسو تر څار لاندې روان وو او په ترڅ کې يې زیات عام وګړي راجلب کړل. (هیله)