د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه غونډه د مې له ۱۸مې څخه تر ۱۹مې نېټې د ورېښمو د لرغونې لارې د ختيځ په پيل ځای يعنې شي ان ښار کې تر سره شوه. دغه سرمشريزه غونډه د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو د غونډې د ميکانيزم د رسمي جوړېدو نښه ده.
د چين او منځنۍ اسيا تر منځ د تبادلې تاريخ له ٢١٠٠ کلونو مخکې پیل شوی. د ورېښمو لرغونې لار چې اروپا او اسیا سره نښلوي، د سوداګرۍ او کلتور ادغام او تبادلې ته وده ورکړې ده.
په ١٩٩٢م کال کې چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې.
په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ منځنۍ اسيا ته د خپل سفر په ترڅ کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو پلان وړاندې کړ. دغه ستراتيژيک مفکوره چين او منځنۍ اسيا ته توان ورکړ، چې په راتلونکي کې ژورې همکارۍ وکړي او د ورېښمو لارې د هراړخیزې بیا رغونې لپاره هڅه وکړي.
شي جين پينګ د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو د هرکلي لپاره وینا کوي.
شي جين پينګ او مېرمن يې په شي ان ښار کې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو له مشرانو سره يو ډله ییز تصویر واخیست.
د صحرا اوښانو ټیم
له الماتی څخه تر شي ان پورې X9020 اورګاډی